انصار: (د کب 16 مه)، د ریاست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وایي چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې حل لپاره به له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د انتقال پروژه پیل کړي.
نوموړي پرون د نیالګیو اېښودلو په مراسمو کې ویلي چې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزې د حل په هدف به د پنجشېر د اوبو ليږدونې سيستم ته پام وشي او دغه پروژه به عملي شي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو څو کلونو کې په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزه په یوه جدي مسله بدله شوې او ډېری خلک یې اندېښمن کړي دي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/30464